اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم په خاص هدايات په نېشنل فلډ ريسپانس كوآرډينېشن سنټر(اېن اېف آر سي سي)كښې د هېواد په بېلو برخو كښې د سېلاب له امله د ځاني او مالي زيان٬د هېواد دننه او بهر څخه راتلونكې مستې تفصيلات٬رېسكيو او رېليف آپرېشن پشمول د هر ډول معلوماتو پشمول د ډيجيټل نېشنل فلډډېش بورډ باقاعده پرانسته وشوه۔د سېلاب ځپليو مرسته٬د بحالۍ په اقداماتو كښې به سپيځلتيا باوري كول وړومبې ترجيح وي۔په اېن اېف آر سي سي كښې د ګل په ورځ د نېشنل فاؤنډېشن بورډ اجرا دستوره وشوه۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير او د اېن اېف آر سي سي چيئرمېن احسن اقبال خاص مېلما وو او د نېشنل كوآرډينټر ميجر جنرل ظفر اقبال او د اړوند ادارو چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې د ايګزېكټو پورټل اېن اېف آر سي سي باقاعده اجرا د وزيراعظم په خاص هدايات او خواهش كړې۔ده ووئيل چې پاكستان د تاريخ تر ټولو لويې قدرتي آفت سره مخ دے د كوم تعلق چې موسمياتي بدلون څخه دے۔د دې په نتيجه كښې 3 كروړه 30 لكه خلك د سېلاب له امله ځپلې شوي٬كورونه تباه٬معاش او څارو ته زيان رسېدلې۔ده ووئيل چې د دې قدرتي آفت نه پس د موسمياتي بدلون له امله بې كوره شويو كسانو د مرستې په هلو ځلو كښې سپيځلتيا باوري كولې شي٬د هېواد دننه او بهر څخه چې كومه مرسته راشي٬د دوست هېوادونو رېليف هڅو تفصيلات به د دې پورټل د لاې د پاكستان وګړو٬ډوېلپمنټ شراكتدارو او ټولې نړۍ ته وركولې شي۔ده ووئيل چې دا يو داسې آفت دې د كوم چې ابتدائي تخمينه مونږ سره نشته٬د بلوچستان ځينې سيمې او د سندھ زياتره سيمې په اوبو كښې ډوبې دي٬تر څو چې اوبه نه وي وتلې د بشپړه زيان اندازه لګول ناممكن نه ده٬ده ووئيل چې ورلډ بانك٬ايشين ډوېلپمنټ بانك٬ملګري ملتونه٬وفاقي او صوبائي حكومتونه په ګډه د دې زيان جائزه د ورځې په بنيادونو اخلي۔د ادارو لخوا تازه اطلاعات ترلاسه كېږي او دا پورټل به اپ ډېټ كولې كېږي۔ده ووئيل چې د وفاقي او صوبائي حكومتونو اهلكار٬وسله وال ځواكونو ځوانان او افسران د زړه نه د رېليف هڅو كښې برخه اخلي هغه د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل چې په دريو كښې يوه برخه د پاكستان د سېلاب له امله ځپلې شوې۔ده ووئيل چې پاكستانې قوم خپل وسائل وكاروي نو مونږ د خپلې مرستې د لارې د دې مصيبت څخه ډېر زر وتلې شو۔ده ووئيل چې هيله لرم چې د دې پورټل د لارې به ټول قام ته د رېليف د هڅو په اړه خبرتيال ترلاسه شي