د ټول هېواد څخه جعلي او غير رجسټرډ داروګانو ختمولو ته خاص پام لرنه كوو ۔ د روغتيا وفاقی وزیر عبدالقادر پټیل

image

اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیر عبدالقادر پټیل وئيلي دي ټول هېواد څخه د جعلي او غير رجسټرډ داروګانو ختمولو ته خاص پام لرنه كوو كوم كسان چې د منظور شوې بيعې نه په زياته بيعه د داروګانو په خرڅولو كښې ككړ وموندلے شول په ضد به ئې سخته كاروائي كولې شي۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل اولس له معياري داروګان د تعطل نه غېر به باوري كولې شي ،جعلی ،غیر رجسټرډ او د غیر معیاري داروګانو څخه به هېواد پاكولے شي۔ده ووئيل د روغتيا څانګه كښې ښه والي له عملي ګامونه پورته كوو ٬ په دې اړه د روغتيا وياند ووئيل د روغتيا وزير عبدالقادر پټیل په سپارښتنه جعلی او د غیر رجسټرډ داروګانو مخنيوي لپاره كريك ډاؤن روان دے ۔سینئر ډرګ انسپکټر په مشرۍ كښې ډرګ کنټرول هیلتھ ډیپارټمنټ اسلام آباد د اېف آئی اے سره په I-8 مرکز كښې چھاپه وهلي۔ده ووئيل د چهاپه د غیر رجسټرډ او سمګل کړو داروګانو په اطلاع وهلې شوې ٬ په دې مهال غیر رجسټرډ او ممنوعه داروګان نيولې شوي ٬ دغسې د ډیلیوری آفس سیل کولو نه پس ككړو كسانو په ضد مقدمه درج کړې شوې

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں