اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اسلامي او ټولې نړۍ له د رحمتونو مياشت ربيع الاول په پېل كېدو مباركي وركولو سره وئېلي دي د حضرت محمد(ص)ولادت د ټول انسانيت لپاره د دنيا او آخرت د كاميابۍ ذريعه ده۔د نهې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل راځۍ چې لوظ وكړو چې په دې مياشت كښې به د سيرت محمد(ص)مطالعه كوو او په هغې عمل كولو سره به خپل ځان د محشر په ورځ د حضور پاك(ص)د شفاعت جوګه كوو