د سېلاب اصل زیانونو او د بيا بحالۍ مصاريفو تخمينه د زيان تشخيصي رپور جاري كېدو نه وړاندې نه شي لګېدې٬ په انګلیسي ورځپاڼه کښې خپور شوي آرټيكل كښې به ځینې اصلاحات كول وي

image

اسلام آباد۔1اکتوبر(اے پی پی) د اقتصادي چارو وزارت د دې خبرې سپيناوې كړې دې چې د سېلاب اصل زیانونو او د بيا بحالۍ مصاريفو تخمينه د زيان د تشخيصي رپور جاري كېدو نه وړاندې نه شي لګېدې٬ له دې كبله په انګلیسي ورځپاڼه کښې په خپره شوې مقاله کښې د ځینو اصلاحاتو غوښتنه کېږي۔ د خالي په ورځ د سپيانوي بيان كښې ووئيلې شؤ چې د اكتوبر اولنۍ نېټې انګلېسي ورځپانې په 1 پاڼه او 11 پاڼه د سېلاب مرستې لپاره د نورو 600 ملين ډالرو غوښتنې په لړ كښې د ملګرو ملتونو د يو بل اپيل حوالې سره په خپره شوې مقاله كښی د تصحيح كولو حاجت دے۔ د اقتصادي چارو وزارت لخوا ياد شوې ورځپاڼې ته په دې اړه د تصحيح كولو خواست شوے دے۔ په آرټيكل كښې وئيلې شوي دي چې (i) د حکومت لخوا د تخمينه شوي اقتصادي پرمختګ شرح به د روان مالي كال په مهال د 5 فيصد بجټ هدف په مقابله كښې په لويه كچه تر 2 فيصده پرېوزي۔ په آرټيكل كښې وئيلي شوي چې (ii) تېره اونۍ د ټولو زيانونو او د بيا رغونې اخراجات نزدې 30 بلين ډالر وو۔ د سپيناوي په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د اقتصادي چارو په ډويژن كښې د نړيوالې مرستې اسټېئرنګ کمېټۍ په دويم فالو اپ میټنګ په يادې كړې شوې شمېرې خبره نه ده شوې۔ د دې ذكر د اقتصادي چارو وزارت لخوا په 29 ستمبر جاري كړې شوي پرېس ريليز كښې دا ډول شوې وو چې د زيانونو د تشخيص رپورټ به د اكتوبر تر نيمائي بشپړ كړې شي كوم به چې د مجموعي زيان او سېلاب مرستې اصل حاجت بشپړه عكس وړاندې كړي۔ له دې كبله د سېلاب اصل زیانونو او د بيا بحالۍ مصاريفو تخمينه د مجموعي زيان تشخيصي رپور جاري كېدو نه وړاندې نه شي لګېدې۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں