اسلام آباد۔ 01 اكتوبر (اے پی پی) نیشنل فلډ رېسپانس کوآرډینیشن سېنټر (اېن اېف آر سی سی) په ګرد هېواد كښې د سېلاب د لاسه د شوي زيان ٬ د ځپليو د مرستې او بحالۍ په اړه شمېرې جاري كړې دي۔ د خالي په ورځ د اېن اېف آر سي سي رپورټ له مخې بنيادي اډانې او نجي املاك ته د رسېدلي زيان شمېرو له مخې 13074 کلومیټر سړكونه او 410 پلونه زيانمن شوي دي۔ سېلاب څخه په ځپلې شويو سيمو كښې د سندھ قمبر شهداد کوټ، جیکب آباد ، لاړکانه ، خیر پور ، دادو ، نوشهره فیروز ، ټھټھه او بدین ٬ د بلوچستان كوئټه ، نصیر آباد، جعفرآباد ، جھل مګسی ، بولان، صحبت پور او لسبیلا ضلعې شامل دي۔ دغسې د خېبر پختونخوا دیر، سوات ، چارسدہ ، کوهستان ، ټانک او د ډیرہ اسماعیل خان په شمول د پنجاب ډی جی خان او راجن پور ضلعې هم زياتې ځپلې شوي دي۔ د پاك پوځ لخوا په ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې تندۍ سره روانې دي۔ د آرمي اېوي اېشن چورلكو تر دې دمه 627 پروازونه كولو سره 4659 كسان سېلاب ځپليو سيمو څخه ويستلو سره محفوظ ځايونو ته منتقل كړې دي۔ په سندھ ٬ سوئيلي پنجاب او بلوچستان كښې د پاك پوځ 147 ريليف كېمپس او 157 كوليكشن پوائنټس كار كوي۔ د اېن اېف آر سي سي له مخې تر دې دمه 11131.0 ټنه خوراكي توكي او د ضرورت 1919.2 ټن سامان سره سره داروګان جمع كړې شوي كومو څخه چې 11041.7 ټنه خوراك او د ضرورت 1919.2 ټن سامان او دغسې لويې شمېر داروګان د سېلاب ځپليو ترمينځه وېشلې شوي دي۔ په ګرد هېواد كښی د پاك پوځ 300 میډیکل کېمپس جوړ كړې شوي چرته چې د 6 لكه 20 زره 19 رنځورانو درملنې شوي دي۔ د پاك بحريه 4 فلد ريليف كوآرډينېشن او 18 سنټرل كولېكشن پوائنټس هم متحرك دي۔ د بحري پوځ لخوا 1886 ټنه راشن او 6839 خېمې وېشلې شوي دي۔ د پاك بحريه 26 اېمرجنسي رېسپانس ډلو تر دې دمه 15568 كسان رېسكيو كړي دي۔ دغسې په اندرون سندھ كښې د پاك بحريه دوه چورلكې هم متحرك ساتلې شوي دي۔ د پاك نېوي 90 طبي مركزونو كښې 106801 رنځورانو ته طبي آسانۍ وركړې شوي دي۔ د پاك فضائيه لخوا تر دې دمه 6593 خېمې او د خوراك 639631 پاكټونه وېشلې شوي دي۔ دغسې پي اے اېف 289193 لېټر پاكې اوبه سېلاب ځپليو ته وركړې۔ د پاك هوائي ځواك 46 طبي مركزونو كښې 74448 رنځورانو ته د درملنو آساني وركړې شوي دي۔ پاك هوائي ځواك 19807 وګړو ته په خېمو كښې د استوګنې آسانۍ وركړې۔ دې سره سره د پي اے اېف 54 ريليف كېمپونه او 3 اېوي اېشن حبز هم جوړ كړې شوي۔ د پاك هوائي ځواك الوتكو او چورلكو د 265 پروازونو د لارې 1521 كسان بچ كړې دي۔