وزیراعظم شهباز شریف د شنګھائي مرستي تنظیم غونډي انتظاماتو جاج اخستلو له د جناح کنونشن سینټر دورہ وكړه

image

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په اسلام آباد كښې د شنګھائی مرستي تنظیم مشرانو غونډي انتظاماتو جاج اخستلو له د خالي په ورځ جناح کنونشن سینټر دورہ وكړه او د غونډي په انتظاماتو ئې د اطمینان څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې جناح کنونشن سینټر دوري په موقع وزیراعظم ته د سي ډي اے چیئرمېن او خارجه وزارت چارواكو د اړخه بریفنګ وركړې شو۔ نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال، د اطلاعاتو او خپرونو وزير عطاء اللہ تارړ او اړوندو اعلی چارواكي هم د وزیرِاعظم سره وو۔وزیرِ اعظم د شنګھائی مرستي تنظیم حكومتي مشرانو د غونډي په انتظاماتو د اطمینان څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں