د امن و امان په صورتحال څلورو واړو صوبائي حكومتونو سره رابطه لرو٬ وفاق به نه يوازې د صوبو مرسته كوي بلكې هر ممكن سهولت به وركوي٬ مونږ كله هم سياسي مخالفت په سياسي دښمنۍ نه دې بدل كړے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ په سېنېټ كښې څرګندونې

image

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د امن و امان په صورتحال څلورو واړو صوبائي حكومتونو سره رابطه لرو ٬ وفاق به نه يوازې د صوبو مرسته كوي بلكې هر ډول ممكن سهولت به وركوي٬ د اے پي اېس پېښې نه وروستو نېشنل ايکشن پلان جوړ كړے شوے چې له مخې يې د ترهګرۍ خاتمه شوې٬ بيا يو حكومت داسې راغے چې د ګډ طالبان او بيډ طالبان بحث ئې پېل كړو٬ طالبان ئې بېرته په راوستو مېشته كړل٬ نن ئې زيان سره مونږ مخ يو٬ ترهګر كله خېبرپښتونخوا او كله بلوچستان كښې بريدونه كوي٬ د دکي پېښه د افسوس وړ ده ٬ بې ګناه مزدوران شهيدان كړې شوي٬ د کچے سيمه كښې آپريشن لپاره پوليس له تربيه وركړې شوې او دوي ته هر ھغه څيز وركړے شوے د كوم چې دوي ته ضرورت ٶ٬ د تحريك انصاف باني چيئرمين د چادر او چار ديوارۍ د تقدس پامال كولو روايت جوړ كړے، مونږ كله هم سياسي مخالفت په سياسي دښمنۍ نه دې بدل كړے، كله چې عمران خان د سټېج نه ولوېدلو نو نواز شريف خپل انتخابي كمپائن وځنډولو او د ھغه تپوس پوښتنې لا لاړو ٬ د تحريك انصاف باني چې د كركې كم فصل كرلے ھغه نن پرې كوي ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې وفاقي وزير ووئيل په صوبو كښې د امن او امان چارې د اتلسم بدلون نه وروستو صوبائي حكومت ته منتقل شوي٬ وفاقي حکومت د ترهګرۍ او په نېشنل ايکشن پلان د عمل درآمد په حواله صوبائي حکومتونه په يو فورم راغونډ كړي۔ ده ووئيل په پولو قاچاق٬ ترهګري او د لويو ډلو غوندې چارو حل كولو لپاره نيشنل ايکشن پلان ترتيب كړے شوے۔ ده ووئيل د اے پي اېس بريد نه وروستو نيشنل ايکشن پلان جوړ كړے شو٬ په اے پي اېس بريد كښې ماشومان شهيدان كړے شول ٬ د اے پي اېس په معامله ټول قام په يو پېج راغونډ ٶ، وفاق ھغه وخت وئيلي وٶ چې وفاق به د مشر ورور كردار لوبوي۔ وفاقي وزير ووئيل د اتلسم بدلون باوجود د امن و امان مسئلې د قامي مسئلو جوړولو په ګډه خبره شوې، د نيشنل ايکشن پلان په غونډه كښې وزيراعظم خپله څو ځله کراچۍ ته تللے٬ د كراچۍ رڼاګانې بحال شوي٬ امن راغلے۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې به په هره دوېمه ورځ د ترهګرو بريدونه كيدل٬ د آئي اي ډيز د لارې به بريدونه كېدل ٬ د ترهګرۍ خاتمې لپاره په نيشنل ايکشن پلان كښې علماءکرام او ميډيا كېښنولې شوي، په كركجنو تقريرونو بنديز لګولے شوے، اتحاد بين المسلمين په دې كښې خپل كردار لوبولے ، د هر مکتبه فکر علماء کرامو د بشپړه مرستې باور وركړے٬ د ټولو شراكتدارو په مرسته په نيشنل ايکشن پلان کاميابۍ سره عمل درآمد وشو او د ترهګرۍ خاتمه وشوه خو بيا يو حكومت داسې راغلو چې د ګډ طالبان او بيډ طالبان بحث ئې پېل كړو٬ طالبان ئې بېرته راوستلو سره مېشته كړل٬ نن ئې زيان سره مونږ مخ يو ۔ ده ووئېل د هغوي دغه اقدام په سبب نن مونږ مړي پورته كوٶ٬ هره ورځ زمونږ ځوانان شهيدان كېږي٬ دا مسئله چا او كله پېدا شوې؟ د هغه وخت وزيراعظم د ترهګرو بېرته په راوستلو او مېشته كولو دا نه كتل چې نيشنل ايکشن پلان موجود دے، د ھغه نيشنل ايکشن پلان له مخې وفاق او صوبو په ګډه قربانۍ وركړې او د ترهګرۍ خاتمه ئې كړې ٬ نن دغه ترهګر په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې بريدونه كوي۔ ده ووئيل علي امين ګنډاپور په 24 ساعتو كښې 16 ساعتنه په سياسي هلو ځلو مصرف كوي خو امن و امان ته هېڅ پام لرنه نه كوي٬ چا هم په صوبه كښې امن و امان ته پام نه دې كړے چې هلته د سېف سټي منصوبه پېل كړي۔ ده ووئيل په لاهور او اسلام آباد كښې سيف سټي پراجېكټ په کاميابۍ سره كار كوي٬ په لاهور كښې زمونږ سينئر آفيسر کيپټن مبين شهيد شوے، د سېف سټي کيمرو په سبب مونږ تورن ټرېك كړي، ھغه افغان وګړو ته ورسېدو چا چې زمونږ د افسر شهيدولو منصوبه جوړ كړې وه ھغوي له مو سزا وركړه٬ په قصور كښې د زينب قتل کيس تورن پهانسي كړے شوے۔ وفاقي وزير ووئيل د اېن اېف سي ايوارډ كرېډېټ صدر آصف علي زرداري ته ځي، دا د ھغوي وژن ٶ ٬ د اېن اېف سي ايوارډ له مخې صوبو ته وسائل وركړې شول، امن و امان او د ترهګرۍ خاتمې لپاره صوبو ته فنډز ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل د كال 2018 نه تر كال 2022 په نيشنل ايکشن پلان يوه غونډه نه ده شوې٬ د ترهګرۍ خاتمه د حكومت په ترجيحات كښې نه وه۔ د سياسي مخالفت په حواله خبرو كښې ده ووئيل مونږ ته ښودلي شوي چې سياسي مخالف سياسي دښمن نه وي٬ مونږ ته ښودلې شوي چې كله مخالف د كرېن نه ولوېږي نو روغتون ته به ورځئ او تپوس پوښتنه به يې كوې۔ ده ووئېل نواز شريف په 2013 كښې د تحريك انصف باني چيئرمين چې د كرېن نه ولوېدلو نو خپله روغتون ته لاړو او د ھغه تپوس پوښتنه ئې وكړه، په كال 2013 كښې د الېكشن نه وروستو پخپله بني ګاله ته لاړو او په ګډه د كار كولو ئې خبره وكړه۔ وفاقي وزير ووئېل د امن او امان په حواله صوبائي حكومتونو سره زمونږ رابطه ده٬ د نيشنل ايکشن پلان په غونده كښې د څلورو واړو صوبو اعلٰې وزيران ګډون كوي، وفاق امن او امان ته بشپړ پام كوي٬ د صوبائي حكومتونو به نه يوازې مرسته كوو بلكې هر ممكن سهولت به وركوٶ

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں