نړيوال لارښود دې پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د موسمياتي ماليات لوظونه تر سره كړي : رومینه خورشید عالم

image

باکو ۔12 نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې کوآرډینېټر رومینه خورشید عالم په تندۍ سره تنزل سره د مخ ماحولياتي نظام ٬ کمزورو ټولنو ٬ د انفراسټرکچر او معاش تحفظ له د شريك نړيوال غبرګون په فوري حاجت زور راوړے دے۔ د وزیراعظم کوآرډینیټر رومینه خورشید د آذربائیجان په پلازمينه باكو كښې د کاپ 29 پرانستې غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرې كولې ۔ دې ووئيل پخه مخ د زمكه، انسانی ژوند او ماحولياتي نظام لپاره د پیړۍ د ناوړه او سخت چېلنج ځواب كولو وخت تندۍ سره مخ په ختمدو دے ٬ په دې اړه د كوم موسمياتي عمل نه كولو هېڅ ګنجائش نه دے پاتې شوے۔ د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې نړيوال موسمياتي كنفرنس کاپ 29 په باکو آذربائیجان كښې پېل شوے۔ د جاري شوي بيان له مخې رومینه خورشید عالم په دې كنفرنس كښې خپل پلاوي سره ګډون كوي۔ په كاپ 29 كښې نزدې د 200 هېوادونو استازي ګډون كوي۔ په باكو كښې د ملګرو ملتونو په كلنه موسمياتي غونډه كښې به نړيوال لارښود په زيات شوي نړيوال درجه حرارت د قابو موندلو په اميد راغونډ شوي كوم چې پاكستان ٬ هند ٬ نيپال او سپين كښې د اوسنيو سېلابونو په څير پېښې زياتې تباهۍ كوونكې جوړوي۔ سږ كال د نړيوالې موسمياتي غونډې يو مهم مقصد په دې خبره اتفاق كول دي چې بې وزله هېوادونو سره دې زياته مالي مرسته وكړې شي دغسې چې هغوي د زمكې ګرمؤونكو ګېسونو د اخراج د مخنيوي جوګه كړې شي۔ دې نړيوالو لارښودو څخه غوښتنه وكړه جې هغوي دې پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د موسمياتي ماليات خپلې لوظونه تر سره كړي ۔ دې ووئيل په باكو كښې به مونږ له زمكه د موسمياتي بدلون تباهي خپرونكو اثراتو څخه ساتلو له يو نوي موسمياتي مالياتي هدف ته رسېدل وي۔ دې ووئيل مونږ له به په دې ځان پوهول وي چې کاپ 29 هر يو هېواد لپاره د مخ په وړاندې تللو نوې لاری د ټاكلو يوه د نه هېرولو ګھړۍ ده۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں