وزیراعظم شهباز شریف د کھربونو روپو د ټیکس فراډ په ګوته كونكې افسر اعجاز حسین لپاره د 50 لکهه روپو انعام اعلان، فراډ كښې معاونت کونكې د اېف بی آر چارواكو په ضد د کارروائی کولو سپارښتنه

image

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي اېف بي آر كښې د اصلاحاتو ګټورې نتيجې رامخې ته كيدل پيل شوي،د اولس په ټيكس ډاكه اچوونكو په ضد ګرفت سخت كړے شوے، ټیکس بیس زياتولو له حكومت په ترجيحي بنیادونو اقدامات کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېف بي آر سینئر افسر سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د اېف بی آر سینئر افسر اعجاز حسین د کھربونو روپو د سیلز ټیکس فراډ په وخت په ګوته كولو سره کارروائي کړې۔ وزیراعظم د اعجاز حسین فرض شناسي ستائېلو سره د هغه د ایماندارۍ اعتراف كښې هغه لپاره د 50 لکهه روپو انعام اعلان وکړو۔ وزیراعظم د اعجاز حسین په فرض شناسۍ هغه له شيلډ هم وركړو۔ وزیراعظم په دې موقع ووئيل پاکستان كښې د فرض شناسه افسرانو او د هغوي د خپلې پېشې سره د مخلص پاتې كېدو او د صلاحیت لرونكو كسانو كمے نشته،حاجت د دې خبري دے چې د داسې ایمانداره كسانو ډاډګيرنه وكړې شي۔ وزیراعظم د اېف بی آر اصلاحات په ګټورو نتيجو د اطمینان څرګندوني سره ووئيل د پاکستان د غریب اولس ټيكس غلا كوونكو او معاونت کوونكو له به سخته سزا وركولې شي،د غریب اولس په ټيكس ډاكه اچوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي ۔ده ووئيل اعجاز حسین په دې ښه اقدام د هېواد او اولس خذمت كړے كوم چې د ستائنې وړ دے۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې اېف بی آر دې د ټیکس فراډ په دې ناوړه هڅه كښې تفصیلي پلټنو كولو نه پس ذمه وار د قانون سره مخ كړي۔ده د اېف بی آر ټیکس فراډ كښې د ككړو كسانو او معاونت کوونكو له د سزا وركولو لپاره د ښې قانونی ډلي خذمات ترلاسه كولو سپارښتنه هم وكړه۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د سیلز ټیکس غلا لپاره د 80 كلنې ميرمن کوائف استعمال کړې شوي ،په 4 مارچ 2024 د اېف بي آر سینئر افسر اعجاز حسین د ټیکس فراډ هڅه په ګوته كړې وه ، د سیلز ټیکس فراډ په دې هڅه كښې په ابتدائی توګه 37 کروړه روپغ منتقل شوي د كومو د ريكوري عمل چې روان دے۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د ټیکس فراډ په هڅه كښې ككړ مرکزي ملزم نيولے شوے۔ وزیراعظم امر وكړو چې تفصیلی پلټنو نه پس د ټیکس فراډ هڅه كښې معاونت کوونكې د اېف بی آر چارواكې له دې هم سزا وركړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد د معیشت پرمختګ لپاره ټیکس بیس پراخه كولو په اړه په ترجیحی بنیادونو ګامونه پورته كوو، اېف بی آر اصلاحات او بشپړ ډیجیټائزیشن سره به سباؤن كښې د دې ډول کارروائیو مخنيوې اوشي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں