پي ټي آئي په بې ثبوته مړو سياست كول غواړي٬ د امنيتي ځواكونو آپريشن په مهال وسله نه ده كارولې شوې ۔ عطاء تارړ

image

اسلام آباد۔27 نومبر(اے پي پي ) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي پي ټي آئي په بې ثبوته مړو سياست كول غواړي٬ د امنيتي ځواكونو په آپريشن كښې كومه وسله نه ده كارولې شوې ٬ كه كوم كسان مړه دي نو پوسټ مارټم رپورټ يا نور ثبوتونه دې وړاندې كړي٬ پي ټي آئي د خپل احتجاج په مهال سركاري املاكو ته زيان رسولے۔ عصري وسله لرونكو شرخوښو په اسلام آباد بريد كړے۔ د شورؤ په ورځ د پي ټي آئي د احتجاج په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ووئيل د پي ټي آئي د پرلت د لاسه د شوي زيان اندازه لګوؤ٬ د پي ټي آئي شرخوښو قانون نافذ كوؤنكې ادارې په نخښه كړي ٬ املاك ته يۍ زيان ورسولو٬ د رېنجرز او پوليس ځوانان يۍ شهيدان كړل٬ دې څخه وروستو د مظلوميت چغې وهي او خپله بې ګناهي ثابتولو له د مړو خبېر كوي ٬ دا يو ناوړه عمل دے۔ وفاقي وزير ووئيل علی امین ګنډاپور ځان سره د خېبر پښتونخوا حكومت عصري وسله لرونكي په ساده جامو كښې پوليس او امنيتي اهلكار راوستي وو ٬ هغوي سره اوښكې بهيوونكي شيل او شيل فائر كوؤنكې ټوپكې وې۔ هغوي كانړي ورول ٬ په ليندو او چوكو يۍ په پوليس اهلكارو تشدد كولو۔ د هغوئي لخوا د مړو خبرې كول د افسوس وړ دي۔ هغوئي بې ثبوته په سوشل ميډيا ډنډوره پېل كړې چې كسان مړه شوي دي۔ ده ووئيل لږه شېبه وړاندې د پولی کلینک انتظامیې هم بيان جاري كړے چې دلته كوم مړے نه دے راوړلے شوے٬ په واټس اپ او سوشل ميډيا تحريك انصاف له سهار راهسې دا خبره كوي چې مړي شوي دي ٬ دا يوازينے ګوند دے چې په مړو سياست كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي پرلت څخه 37 افغان وګړي ګرفتار كړې شوي٬ هغوي سره ګڼ شمېر هغه كسان هم وو كوم چې په ترهګرۍ ٬ غلا ٬ شوكه او نورو وارداتو كښې ككړ دي۔ ده ووئيل د مړو خبره كوؤنكي دې ثبوت وړاندې كړي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په احتجاج كښې 150 څخه زيات پوليس اهلكار ژوبل شول ، د پولیس او رېنجرز اهلکار شهیدان شول٬ د هغوئي كسان د وسلې كارولو سره ليدلې شوي٬ هغوئي شېل فائر كولو ٬ د داسې خلقو په اړه به هغوئي څه ځواب وركړي ؟ وفاقي وزير ووئيل پي ټي ئي د يوې منصوبې لاندې د بېلاروس د صدر دوره سبوتاژ كول غوښتله ۔ هغوئي امن او د پاكستان معيشت ته زيان رسول غوښتل۔ هغوئي د فورسز ځوانان شهيدان كړل٬ كوم خلق چې ونيولے شول هغوي څخه تفتيش روان دے٬ 37 افغان وګړو څخه مونږ 43 ګنز برآمد كړي٬ هغوئي سره ګرېنېډ، ګنز، اوښكې بهيوونكې او ګاز چلونكي ټوبكې او عصري وسله وه۔ هغوئي د امن خرابولو په نيت راغلي وو۔ دې څخه وروستو په مړو سياست كولو سره وائي زمونږ خلق په ګولو ويشتلې شوي۔ عطاء تارړ ووئيل هغوئي ځكه تښتېدلي دي چې د هغوئي منصوبه او سياسي بيانيه ناكامه شوې وه۔ عطاﺀ تارړ ووئيل بشری بي بي د وينې تويولو په نيت راغلې وه۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ دې له دې څخه وروستو پګړۍ په سر نه تړي۔ هغه د ګرفتارۍ له يرې په دويم ځل ډي چوك څخه خپل وركران بې آسرې پرېښودول او وتښتېدو۔ ده ووئيل سياسي تحريكونه داسې نه چلېږي٬ سیاسی تحریکونو كښې د مړانې څرګندونه كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل د مړو كول تور به هغوئي له ثابتول وي ٬ هغوئي بيانيه جوړه كړه چې د رېنجرز اهلكار د خپل ګاډي په ټكر شهيدان شوي ٬ مونږ بنده اېبټ آباد څخه نيولے ٬ سي سي ټي وي فوټېج موجود دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د احتجاج په مهال د هغوئي سياسي مشرتابه چرته وه٬ عاطف خان، شهرام تراکئی، اسد قیصر، سلمان اکرم راجه، حماد اظهر، شېخ وقاص چرته وو٬ هغوئي سره كسان نه وو٬ هغوئي د ګرفتارۍ له يرې تښتېدلي دي او تور د مړو لګوي۔ ده ووئيل د دروغو ٬ مكر ٬ منافقت او تشدد سياست اولس مسترد كړے دے۔ ده ووئيل بيا لپاره به دوئي د قامي ګټې په ضد په اسلام آباد د بريد كولو جراﺀت ونكړې شۍ۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں