نائب وزيراعظم اسحاق ډار به په 2 او 3 دسمبر په ايران كښې اي سي او وزيرانو كونسل په غونډه كښې ګډون كوي

image

اسلام آباد 29 نومبر(اے پي پي) نائب وزيراعظم اسحاق ډار به په 2 او 3 د دسمبر د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)وزيرانو كونسل 28مه غونډه كښې ګډون لپاره د مشهد ايران دوره كولو سره په ايران كښې اي سي او وزيرانو كونسل په غونډه كښې ګډون كوي۔دا خبره د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ اوونيسز پرېس بريفنګ په مهال كړې۔دې ووئيل چې نائب وزيراعظم به په غونډه كښې د اي سي او چارټر په اړهه د پاكستان د عزم پخلے كوي او د اي سي او په منطقه كښې زيات نه زيات رابطې امكانات رامخې ته كوي٬هغه به په خپل خطاب كښې د اي سي او منطقې اقتصادي صلاحيت زياتولو لپاره سړكونو او ريل نيټ وركس پرمختګ٬ويزا نظام نرم كولو او سرحدي طريقه كار آسانولو او كوټلي پرمختګ ترلاسه كولو او جيو اكنامك د كار استعداد زياتولو لپاره زور راوړي۔وياندې ووئيل چې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار مينځني ختيز موجوده صورتحال څخه سيمه ايز امن او سلامتيا ته رامخې ته شويو خطرو په اړه د پاكستان تحفظات هم پخلے كوي۔نائب وزيراعظم به اي سي او كلين انرجين سينټر په چارټر هم لاس ليك كوي او داي سي او هېوادونو وزيرانو سره به ملاقاتونه كوي

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں