پاکستان د نړيوالو بشري حقونو فرېم ورك له مخې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو عزم لري: د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع پېغام

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان يو شمېر قانون سازۍ٬ اداره جاتي او د پاليسي اقداماتو د لارې د بشري حقونو اېجنډا مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم پېشرفت كړے ٬ پاکستان د نړيوالو بشري حقونو فرېم ورك له مخې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د بشري حقونو د نړيوال منشور (يو ډي اېچ آر) د خپلولو 76مې سالګرې په موقع نن د بشري حقونو په نړيواله ورځ لمانځلو كښې نړيوالې ورورولۍ سره شريك دے۔ ده ووئيل د بشري حقونو ورځ لپاره د سږ كال تھيم، ’’زمونږ حقونه، زمونږ سباٶن، اوس ،‘‘ د مقبوضه فلسطين سيمو نه راواخلې د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير او د ګردې نړۍ د لكهونو خلقو پحقله دے كومو چې د خپلواكۍ حق لپاره خپلې سپېځلې هڅې جاري ساتلې دي او د قبضې او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو سره مخ دي ۔ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې په اسلامو فوبيا كښې تر خطرناک حد اضافه د امتيازي قوانين، پاپولسټ سياست او زينو فوبک بيانيه په سبب ده كومه چې نړيوالې ورورولۍ لپاره هم يو چېنلج دے۔ ده ووئيل پاکستان د نړيوالو بشري حقونو فرېم ورك له مخې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو عزم لري٬ پاكستان د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ كښې د بشري حقونو طريقه كار سره په تعميري توګه مصروف دے۔ده ووئيل په دې ورځ پاکستان د نسل، مذهب، جنس يا قوميت نه پرته د ټول اولس د بنيادي حقونو او آزادۍ باوري كولو د عزم پخلے كوي۔

مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں