اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف انساني قاچاق كښې ككړ كسانو سهولت کار سرکاري افسرانو په ضد تاديبي کارروائي خوشبينه ګرځولو سره وئيلي چې انساني قاچاق كښې ككړ د ټولو ډلو په ضد دې سخته قانوني کارروائي وكړې شي او هغوې دې عبرت وګرځولې شي۔د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد كښې انساني قاچاق په ضد د اقداماتو په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه۔ وزيراعظم د اېف آئي اے د اړخه انساني قاچاق كښې ككړ سرکاري اهلکارو په ضد شوي اوسني اقدامات ستائلو سره ووئيل انساني قاچاق كښې ككړ كسانو سهولت کار سرکاري افسرانو په ضد اوسنۍ تاديبي کارروائي پېل كول خوشبينه ده۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د سهولت کارو په ضد تاديبي کارروائي نه پس سخت تعزيري اقدامات دې وكړې شي،هېواد كښې انساني قاچاق ټولو ډلو په ضد دې سخته قانوني کارروائي وكړې شي دغسې چې هغوې عبرت جوړ شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې انساني قاچاق كښې ككړ كسانو جائيدادونو او اثاثو ضبط كولو له دې په سمدستي توګه قانوني کارروائي وكړې شي او دې مکروہ دھنده كښې ككړ كسانو په ضد دې استغاثې عمل لا كوټلې كړې شي او د قانون او انصاف وزارت سره د مشاورت نه پس دې تر ټولو اعليٰ درجے وکيلان تعينات کړې شي،خارجه دفتر بهر هېوادونو څخه انساني قاچاق دھندہ چلونكو پاکستانيانو په ضد کارروائي کولو له د اړوندو هېوادونو سره رابطه وكړي او هغوي پاكستان ته سپارلو په اړه دې زر تر زره اقدامات وكړې شي۔ده د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او د كورنيو چارو وزارت په مرسته اولس له بهر هېوادونو كښې د نوكرو لپاره قانوني لارو خپلولو په اړه د خبرتيا مهم چلولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل هېواد كښې دې داسې ټيکنيکل ټريننګ ادارو ترويج وكړې شي كوم چې د اوسني دور تقاضو له مخې سرټيفائيډ او پېشه وره پوهه لرونكي افرادي قوت بهر هېوادونو له وركړې شي۔ده پھ هوائي ميدانونو بهر هېوادونو ته تلونكو كسانو سکريننګ عمل لا كوټلي كولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې وزيراعظم ته هېواد كښې د بشري قاچاق په ضد شوي اقداماتو، سہولت کارو په ضد قانوني کارروائي او انساني قاچاق ختمولو له د قانون سازۍ په اړه په پيشرفت بريفنګ وركړې شو۔په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا اللہ تارړ، د کشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام او اړژندو ادارو اعليٰ افسرانو ګډون وكړو۔