اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي د پي ټي آئي د اسټيبلشمنټ سره د خبرو اترو اصرار لرل عجيبه ده ،بايد سياسي ګوندونه خپلو كښې خبرې اترې وكړي،پي ټي آئي يو پلو په سوشل ميډيا د اسټيبلشمنټ په ضد بيانيه چلوي بل پلو د خبرو اترو خواهش لري۔د ګل په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل دا مهال چې كومي خبرې اترې رواني دي دا خوشبينه دي،بايد سياسي ګوندونه خپلو كښې خبرې وكړي،كال 2024 د معيشيت د ښه والي كال ؤ ، حکومت د سود شرح ، د ګرانۍ تناسب کم کړے۔ده ووئيل بايد اوس شرح نمو زياته شي،ده ووئيل چې بجلۍ بيعه كمه شي نو انډسټري به روانه شي،معاشي استحکام سره سره سياسي استحکام ته هم اړتيا ده۔