د بجلۍ پيداوار سره سره د ترسيل نظام ښه كوؤ ٬ ارزانه بجلي ترلاسه كولو ته خصوصي پاملرنه كولې شي ٬ د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري انټرنيشنل هائیډرو پاور کنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) د توان وفاقی وزیر سردار اوېس احمد خان لغاری وئيلي دي چې د بجلۍ برېښنا پېداوار سره سره د ترسيل نظام ښه كوؤ ٬ ارزانه بجلي ترلاسه كول لومړۍ ترجيح ده ٬د بجلی د وېش كمپنيو بورډز بيا تشكيل كړې شوي دي ٬ د توان به منصوبو كښې اولس ته تر ټولو لومړې پاملرنه كولې شي٬ آئی پی پیز سره مشاورت څخه وروستو د هېواد به خزانه كښې د 1100 اربه روپو بچت شوے دے۔ د زيارت په ورځ دلته څلورم انټرنېشنل هائیډرو پاور کنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د بجلۍ د وېش كمپنيو بورډز بيا تشكيل كړې شوي دي۔ په ډسټریبیوشن کمپنیو كښې د كال 2023 جولائی څخه تر نومبر زيان 223 اربه روپۍ ؤ كوم چې په كال 2024 كښې جولائی څخه تر نومبر يوازې 170 اربه روپۍ دے۔ ده ووئيل آئي پي پي سره مشاورت څخه وروستو د هېواد خزانه كښې د 1100 اربه روپو بجټ شوے دے۔ ده وئيل د بجلۍ ګرانېدو له امله د سولر انقلاب په هېواد كښې راغلے دے۔ اوس به سولر د 10 څخه 12 زره مېګاواټ نېټ میټرنګ لاندې مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل سولر صارفین څخه دې يوازې په انرجي كاسټ بجلي واغستلے شي۔ ده ووئيل کے الېکټرک د بجلۍ په نرخونو كښې 10 نيمې روۍ اضافه غوښتنه كومه چې مسترد كړې شوې ده وفاقی وزیر ووئيل مونږ ’سټېټس کو‘ په 9 مياشتې كښې چېلنج كړې ده۔ ده ووئيل كوم هم پلانټس چې پاكستان كښې كار كوي او فيوچر كښې د لګېډو امكان لري مونږ هغه چېلنج كړي دي چې هغه د صارفينو په ګټه كښې دي يا نه۔

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں