قام به د بېګم نصرت بھټو سياسي او سماجي خدمات تل ياد ساتي۔ د سېنېټ چيئرمېن

image

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني بيګم نصرت بھټو د تلين په موقع د ارواښادې ته په سياسي او سماجي خدماتو پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخئ ده ووئيل چې قام به د بېګم نصرت بھټو سياسي او سماجي خدمات تل ياد ساتي٬ پاكستان كښې د جمهوريت ودې لپاره د ارواښادې قربانۍ نه هېرېدونكې دي او هم دغه خدماتو په سبب قام ارواښادې ته مادر جمهوريت خطاب وركړې۔ ده ووئيل بيګم نصرت بھټو دا ثابت كړې ده پوخ عزم سره د هر سختې په مړانه مقابله كېدې شي۔ ده زياته كړې چې د بيګم نصرت بھټو ژوند د قام مېرمنو لپاره د لارې مشعل دے۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں