اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې 7 ورځنے د پوليو كمپائن پايې ته رسېدلے دے ۔ په دې لړ كښې د اسلام آباد ډپټي كمشنر عرفان نواز مېمن په مشرۍ كښې د پوليو كمپائن مجموعي جاج اغستو غونډه وشوه۔ د غونډې په مهال بريفنګ كښې ووئيل شول د پولیو كمپائن كورېج شرح 108 فيصد پاتې شوه٬ په پوليو كمپائن كښې 4 لکه 61 زره 125 ماشومانو ته د څاڅكو وركولو هدف ټاكلے شوے ؤ۔ په 7 ورځني كمپائن كښې 4 لكه 97 زره 925 كوچنيانو ته څاڅكي وركړې شول۔ د كمپائن په مهال په 207 جوماتونو كښې د اعلانونو د لارې خلق خبر كړے شوي وو۔ په دې موقعه د اسلام آباد ډي سي په كامياب كمپائن ترسره كولو ټولې ډلې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د كمپائن په مهال پوليو وركرز سره امنيتي اهلكارو او انتظاميې هم مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل په مرسته كولو انتظاميه د اسلام آباد د وګړو هم مننه كوي