پاكستان د لبنان په ضد د اسرائيلي يرغل په سختو ټكو غندنه وكړه

image

اسلام آباد 24ستمبر(اے پی پی)پاكستان د لبنان په ضد د اسرائيلي يرغل سخته غندنه كولو سره وئېلي دي د جمهوريه لبنان په ضد يرغل د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قوانين سنګينه خلاف ورزي ده۔د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ جاري بيان كښې ووئېل شول دا يوه خطرناكه اضافه ده كومه چې د وړاندې نه غېر مستحكم منطقه كښې امن او سلامتيا لا خطره سره مخ كوي ۔دې ووئيل پاكستان د لبنان په ضد د اسرائيل د تازه پوځي يرغل په سختو ټكو غندنه كوي چې پكښې ګڼ شمېر وګړي قتل شوې۔وياندې ووئيل پاكستان د لبنان خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د خپل ملاتړ پخلے كوي او د لبنان اولس سره يووالي او د امن او سلامتيا سره د پاتې كېدو حق لپاره ولاړ دے۔دې نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د اسرائيل په منطقه كښې د خطرناك كمپائن ٬ يرغل او د نسل كشۍ كاروائيو محاسبه كولو لپاره سمدستي اقدامات وكړي۔

مضمون کا ماخذ : بہت کچھ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں