اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم د موسمیاتی بدلون مرستيالې رومينه خورشيد عالم او د بېلاروس د قدرتي وسائلو او ماحولياتي تحفظ وزير سرګئی مسلیاک ماحولیاتی پائیدارۍ او موسمياتي لچك سره د اړوندو هدفونو سر كولو له د همكارۍ زياتولو ته صلاح يوه شوې ده په كومو كښې چې ماحولیاتی سېلګري ٬ د اوبو بچت ٬ سرکولر معیشت، د ګرين ټېكنالوجۍ منتقلي ٬ د پروګرامونو تبادله ٬ د حياتياتي تنوع تحفظ او د موسمياتي بدلونو مخنيوے شامل دے۔ دواړو فريقو د ګل په ورځ ملاقات وكړو او د پاكستان او بېلاروس ترمينځه د ګډې منصوبو پېل كولو په امكانات ته يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه دغسې چې د نړيوال حرارت زياتېدونكو اغېزو ٬ په خاص توګه د سېلاب ٬ هيټ ويو ٬ اوچ كالۍ ٬ د زمكې لاندې د اوبو كمي او د تجديد وړ توان مسئلو مخنيوي له موسمياتي بدلون سره سمون لرونكے لچك پېدا كړے شي۔ رومینه خورشيد عالم په دې خبره زور راوړو چې د پالېسۍ په جوړولو كښې شريكو هڅو ته اړتيا ده دغسې چې تګلاره د نړيوال معيار له مخې رامخې ته كړې شي او په پاكستان كښې تلپاتې موسمياتي پرمختګ ته وده وركړې شي۔ دې د قدرتي وسائلو د تحفظ په اهميت هم زور راوړو دغسې چې د ماحولياتي پائيدارۍ هدفونو سر كولو له مرسته ترلاسه كړې شي۔ دې وړاندېز وركړو چې د بېلاروس عصري طريقې پاكستان سره د موسمياتي اقدامات په انتظام كښې مرسته كولې شي۔ رومینه خورشيد عالم ووئيل پاكستان به بېلاروس سره علمي تبادلې ٬ د تكنيكي مهارت تبادلې ٬ د علم وېش او د صلاحيت تعمير له د مرستې قدرداني كوي دغسې چې د قدرتي وسائلو په كارولو كښې د ماحولياتي تحفظ او د تلپاتي پرمختګ هدفونه سر كړې شي۔ رومینه خورشید د نړيوال معيار له مخې د ګډې پالېسۍ د ودې ملاتړ وكړو او د ماحولياتي پالېسيو په تشكيل كښې يۍ د نړيوالې همكارۍ په اهميت زور راوړو۔ سرګئی مسلیاک ووئيل د بېلاروس په ماحولياتي نګرانۍ كښې تجربه به د پاكستان په ماحولياتي توګه د دوستانه پالېسيو او تګلارو د نفاذ هڅو له مرستياله ثابت شي۔