اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد د پاكستان ايسوسي اېشن آف آسټرېليا نائب صدر علي مرتضٰی سره بي آئي اېس پي هېډكوارټرز كښې ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د مستحقينو د ماركيټ رجحان له مخې سكل ټريننګ او معياري تربيتي ادارو سره په تړلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې د ډان نيوز بيورو چيف افتخار حسېن شيرازي هم موجود ؤ ۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن روبينه خالد ووئيل مستحق كسان په خپلو پښو اودرولو له ضروري ده چې دوي له د هنر مندۍ معياري تربيه وركړې شي دغسې چې دوي ته مناسب روزګار ترلاسه شي۔دې ووئيل د پاكستان وګړي صلاحيت لرونكي او محنت كوونكي دي ٬ دوي له يو ښه پليټ فارم وركولو ته اړتيا ده۔د پاكستان اېسوسي اېشن آف آسټرېليا نائب صدر علي مرتضٰی چيئرپرسن روبينه خالد ته د بي آئي اېس پي مستحقينو له بهر هېوادونو كښې د سكل ټريننګ په اړه ممكنه آسانيو وركولو له د خپلې مرستې باور وركړو او هغې له يې شيلډ هم وركړو۔