اشك آباد 17 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان ??اج??ستان ته د ګوادر د لارې د برآمدات او درآمدات د ښه موقعو وړانديز كړې او ??اج??ستان له ئې بلنه وركړې چې د پاك چین اقتصادی راهدارۍ تجارتی روټ څخه استفادہ وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د ??اج??ستان خپل همڅنګ امام علی رحمان سره ملاقات په مهال وكړه۔دواړه لارښودو شريك تزویراتی اړيكو ته لا ودې وركولو ته سلا شوي۔په دې مهال اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان او ??اج??ستان يو بل سره د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې په شريكو ګټو اډانه دي۔ پاکستان او ??اج??ستان د سفارتی اړيكو سلور جوبلی لمانځي ۔ د شنګھائی مرستې تنظیم رکنیت لپاره پھ ملاتړ كولو د ??اج??ستان مننه كوو ۔ ده ووئيل پاکستان او ??اج??ستان په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ده ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه د تجارت زياتولو موخې لري۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل شريك تجارت زياتولو له پاکستان دوشنبے كښې 3 تجارتی نندارتونونه كړې۔هيله لرو چې ??اج??ستان به هم پاکستان كښې تجارتی نندارتون وكړي۔ ده ووئيل پاکستان سږ كال نومبر مياشت كښې 10م پاکستان ایکسپو كوي،??اج??ستان دې پھ دې ایکسپو ته خپل تجارتی پلاوې ولېږي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان کاسا 1000پروژې په وخت بشپړول مهم ګڼي۔ ده ووئيل ??اج??ستان د ګوادر پشمول د پاکستان بندرځايونو څخه خپل تجارت زياتولې شي، بايد پاکستان او ??اج??ستان نيغ په نيغه فضائی رابطې كړي۔ اولس مشر ووئيل سيمه كښې زمكيز ٬ فضائی او د ریل رابطو سره به تجارت او سوكالي زياته شي۔ په دې مهال د ??اج??ستان اولس مشر امام علی رحمان ووئيل ??اج??ستان به 10م پاکستان ایکسپو ته خپل تجارتی پلاوي لېږي،پاکستان سره نيغ پھ نيغه فضائی رابطو بحالولو له اقدامات کولې شي۔ اولس مشر امام علی رحمان اولس مشر ممنون حسېن له د ??اج??ستان دورې بلنه وركړه په دې مهال اولس مشر ممنون حسېن د ??اج??ستان دورې كولو بلنه قبوله كړه۔ په دې مهال د پټرولیم دوهم وزير جام کمال او ترکمانستان كښې د پاکستان سفیر مراد اشرف جمال هم موجود ؤ۔