نیویارك 21 ستمبر (اے پی پی) د اسلامی جمهوریه ایران اولس مشر ډاكټر حسن روحانی وئيلي دي ایران به د اتومي لوظنامې ماتولو لپاره وړاندې والې نه كوي، د بلې ډلې د اړخه د خلاف ورزۍ به كوټلې او مستحکم ځواب وركولې شي۔ د شورو پھ ورځ نیویارك كښې د ملګرو ملت??نو عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې ته په خپل كښې د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحانی ووئيل كه كوټلې لوظنامه د نااهل سياستمدارو د لاسو ځپلې كېږي نو د افسو وړ خبره ده خو دې سره به بيا هم د ايران د پرمختګ عمل نه ځپلې كېږي۔ حسن روحانی ووئيل كه ا??ريكا د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي كوي نو دې سره به نه يواځې امريكې ته زيان رسي بلكه نړيوال ساکھ به هم ځپلې كېږي، د خبرو اترو او لوظنامو پھ اړھ به د ټولې نړۍ په ا??ريكې باور ختم شي۔ حسن روحانی د لبيا په حقله د تهران د دريځ پخلې كولو سره ووئيل اتومي لوظنامه د دوو كالو د خبرو اترو په نتيجه كښې رامخې ته شوې،د ملګرو ملت??نو سلامتی کونسل او نړيوالې ورورولۍ د سلامتی کونسل د قرارداد بائیس اکتیس د لارې د دې حمایت کړې ۔اولس مشر ووئيل لوظنامه د يو څو هېواد??نو سره تعلق نه لري بلکې دا د سلامتی کونسل يو دستاویز دے او دا د ټولې نړيوالې ورورولۍ سره تعلق لري۔ حسن روحانی د ایران د دفاعی طاقت او ??وا?? ذکر کولو سره ووئيل د ایران د توغندي پروګرام يواځې د دفاعی نوعیت دے او د دې مقصد سيمه كښې امن او استحکام محفوظ ساتل دي۔ د سيمه ا??زو بحران??نو ذکر کولو سره ا??لس مشر حسن روحانی ووئيل سيمه كښې د بهرنيو طاقت??نو د مداخلت په نتيجه كښې عدم استحکام پیدا شوې۔ ده ووئيل بهرني طاقتونه سيمه كښې مداخلت او د تباهۍ وړ وسلې خرڅولو لپاره په ایران د بدامنۍ خپرولو تور لګوي۔ده ووئيل نړۍ ته دا ووئيل غواړم چې د بهرني مداخلت او د سيمې په وګړو خپله مرضی مسلط کولو پھ نتيجه كښې به بحران خپريږي۔ده ووئيل سوريه ، یمن او د بحرین د بحران??نو كوم پوځي حل نه شته بلكه د تشدد مخنيوي ، او د اولس د رايو احترام کولو سره دغه بحرانونه ختميدې شي