پنډۍ ۔ 16 جنوری (اے پی پی) پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف وئيلي دي سي پېك د پاكستان معاشي سباؤن دے۔ ددې من??وبې كاميابۍ له به مونږ له يو قام جوړېدل وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د آرمی وېلفېئر ټرسټ او نجی کمپنی شنز ترسېوري لاندې د يو هاؤسنګ سكيم لانچنګ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ پخواني وزيراعظم ووئيل د پاكستان د زياتېدونكې ودانۍ غوښتنې ترسره كولو له نوې رهائشي من??وبو ته اړتيا ده۔ دستوره كښې د پنډۍ ميئر سردار نسيم خان ٬ د سويټ هوم چيئرمېن زمرد خان ٬ اې?? پي اے عارف عباسي ٬ راشد حفيظ او نورو سياسي او عسكري شخصياتو ګډون و??ړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د آرمی وېلفئېر ټرسټ اېم ډي جنرل (ر) خالد ربانی ووئيل د پاك پوځ قربانيو سره هېواد كښې امن په ځائې شوې او د سي پېك من??وبې پايې ته رسولو له پاك پوځ كار كوي۔ ده ووئيل من??قه كښی امن په ځائې كېدو سره به خوشحالي او ترقي راشي۔ ده ووئيل ډی 18 هاؤسنګ پراجېکټ كښی پوځي ځوانانو او افسرانو سره سره به د شهيدانو كورنيو ته تيار كورونه وركولې شي۔ سی ای او شنز په دې مهال اعلان و??ړو چې په دې هاؤسنګ سوسائټي كښې به هر كال 10 تيار كورونه د شهيدانو كونډو ته وركولې شي