اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاکستان به د شخړيز كشمير اولس د خپل بنيادي حق خپلواكۍ تر وركولو د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي٬ په مقبوضه كشمير كښې د هند منظمه رياستي ترهګري او د قابضو هندي ځواكونو ل??وا د مقبوضه وادۍ د اولس د قتل عام په سختو ټكو غندنه كوٶ٬ نړيوالي ورورولي بايد كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د قابضو ځواكونو لخو د ظلم او جبر نوټس واخلي۔ كشمير سره د يوالي ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزیراعظم ووئيل د ج??و او كشمير اولس د هند د ظالمانه تسلط په ضد تر اوو لسيزو راهسې بې مثاله هلې ځلې دوامداره ساتلې ۔ د بې ګناه كشميريانو په ضد د اوسني جارحيت ٬ كوم كښې چې ?? شلو نه زيات كشميريان شهيدان او د 200 نه زيات بې ګناه مظاهرچيان ژوبل شوې په جمو او كشمير كښې د هندي قابضو ځواكونو د ظلم او جبر يو ښكاره ثبوت دے۔ هند د شخړيز كشمير د نر اولس د خپلواكۍ حق كوم چې ?? ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دے پرله پسې انكاري دے۔ وزیراعظم ووئيل د شخړيز كشمير كشاله نه يوازې د نيمې وچې ?? پاك او هند د وېش نامكمله اېجنډا ده بلكې دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا په شاملو شخړو كښې د ټولو نه پخوانۍ شخړه ده۔ ده ووئېل پاکستان كشمير كښې د هند د منظمې رياستي ترهګرۍ او د هند د قابضو ځواكونو ل??وا د شخړيز كشمير د اولس د بيهمانه قتل په سختو ټكو غندنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل هندي ځواكونه په جمو او كشمير كښې د بې ګناه اولس د بنيادي بشري حقونو پشمول د سوله ايزې اجتماع د حق بد ترينه خلاف ورزۍ كوي٬ده ووئېل د شخړيز كشمير سينئر حريت مشران نيولي شوي يا په كورونو كښې نظر بند كړې شوې٬ د پاكستان اولس او نړيواله ورورولي د ج??و كشمير د اولس بې مثاله جرات او مړانې ته د قدر په سترګه ګوري كوم چې ?? هند د رياستي آپرېټس تسلط ٬ د بدترينې رياستي ترهګرۍ ٬ د بشري حقونو د خلاف ورزۍ او د تشدد په استقامت سره مقابله كوي۔ وزیراعظم ووئيل نړيوالي ورورولي دي كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د قابضو ځواكونو لخو د ظلم او جبر نوټس واخلي او د دغې خاتمې لپاره د غږ پورته كونكې د ج??و او كشمير اولس سره كړې لوظونه دې تر سره كړي۔