دوشنبې 18 جون (اے پي پي) د اولس مشر ممنون حسېن د ګل په ورځ په څلور ورځنې سركاري دوره د ت??جكستان پايه تخت دوشنبې ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو چرته به چې هغه د اوبو په موضوع د لوړې كچې په كنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي٬ دا كنفرنس د جون د 20 نېټې نه د جون تر 21مه نېټه د ت??جكستان په پايه تخت دوشنبې كښې كېږي۔ د ت??جكستان نائب وزيراعظم ذاكر زاده محمد طاهر د دوشنبې په هوائي ا ډه د اولس مشر ممنون حسېن تود هركلې وكړو۔ په دې موقع په تاجكستان كښې د پاكستان سفير٬ په پاكستان كښې د ت??جكستان سفير او د سفارت اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ يوې ماشومې په روايتي انداز كښې اولس مشر ته ګلدسته وړاندې كړه۔ د دې نه پس د ت??جكستان نائب وزيراعظم په هوائي اډه اولس مشر سره مختصر ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مه??ل د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ اولس مشر ممنون حسېن به د څلور ورځنې سركاري دورې په مه??ل د تاجكستان اولس مشر امام علي رحمانوف سره د دوه اړخيزه مذاكراتو نه علاوه د اوبو په اړه كنفرنس كښې ګډون كوي۔ ?? كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو د يو اېن ډي اي اېس اے څانګې او نورو شراكتدارو په مرسته كړے۔ په تاجكستان كښې د پاكستان سفير اقبال سومرو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې اولس مشر ممنون حسېن او اولس مشر امام علي رحمانوف به د ملاقات په مهال په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ ??ه ووئيل چې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه اوسنې د دوه اړخيزه كلن تجارت حجم 42 مليونه ډالر دے۔ دواړه مشران به تجارتي حجم 500 مليونه ډالرو ته په رسولو هم غور كوي۔ ??ولس مشر ممنون حسېن به د ت??جكستان خپلې وړومبې دورې په مه??ل د تاجكستان وزيراعظم او د تاجكستان د مجلس شورا سپيكر سره هم ملاقاتونه كوي۔ پاكستاني سفير هيله څرګنده كړه چې د اولس مشر ممنون حسېن دا دوره به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اوسنيو نزدې او د دوستې اړيكو په لا ټينګولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ ??ولس مشر دا دوره د ت??جكستان اولس مشر امام علي رحمانوف په بلنه كوي۔ ?? اولس مشر دوره او پاكستاني وزيراعظم وروستې دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي اړيكو او د سيمه ايزو روابطو لا مستحكم كولو د پاكستان د وژن عكاسي كوي۔