اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د هرې ټولنې كلتور او دود دستور ته وده وركولو لپاره فلم يوه مهمه ذريعه ده٬ ?? پاكستان او امريكې ترمېنځه په كلتوري څانګه كښې مرستې ته اړتيا ده٬ ??مريكا به پاكستان كښې د فلم او سېنما صنعت بحالۍ لپاره معاونت كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د امريكې لنډمهاله ناظم الامور پال ج??نز سره په ملاقات كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل امريكا به پاكستان كښې د فلم او سېنما صنعت بحالۍ لپاره معاونت كوي٬ د سنېما بحالۍ سره به اولس ته تفريح ترلاسه شي او اقتصادي هڅې زياتېدو سره به د روزګار موقعې پېدا شي٬ ميډيا ته د اوسني حكومت لخوا پياوړې آزادي ترلاسه ده٬ ټولې ادارې د آزادۍ په اظهار باور لري۔ ۔ ده ووئيل حكومت سنېما د 127 نه زرو ??ه رسول غواړي چې له مخې به ئې 20 زره د روزګار موقعې پېدا شي او دا صنعت به ښه شي۔ ده ووئيل د پاكستان راډيو او د پي ټي وي اكېډميز ضم كولو سره ميډيا پوهنتون جوړول غوا??ي او په دې لړ كښې به د امريكې د مرستې هركلې كولې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د افغانستان پشمول ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره غوره اړيكې غواړي٬ وزیراعظم په افغانستان كښې د ذاتي نوعيت اړيكې ل??ي او ھغه په فاټا كتاب هم لېكلې دې