اسلام آباد 17 اكتوبر (اے پي پي) اېشین هاكی چیمپئنز ټرافی نن د اكتوبر په 18 مه نېټه مسقط، عمان كښې پېل كېږي۔ د هند لوبډله به د خپل ټائټل دفاع كوي۔ په ايونټ ك??ې به 6 هېوادونه برخه اخلي كومو كښې چې كوربه لوبډله عمان ٬ پاكستان ٬ هند ٬ ملائیشیا، سوئيلي كوريا او جاپان شامل دي۔ پاكستان به 5 مېچونه كوي۔ كومو ك??ې به چې اولنې مېچ په 19 اكتوبر سوئيلي كوريا ٬ دوهم روايتي حريف هند سره په 20 اكتوب?? درېم په 22 اكتوبر عمان سره ٬ څلورم په 24 اكتوبر جاپان او د ګروپ آخري مېچ به په 25 اكتوبر ملائيشيا سره كوي۔ دټورنامنټ پوزيشن مېچونه به په 27 اكتوبر كولې شي۔ د درېم پوزيشن مېچ به په 28 اكتوبر كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اېشین هاكی چیمپئنز ټرافی په كال 2011ء كښې پېل شوې او پاكستان او هند دوه دوه وارې ټائټل په خپل نوم كړے۔