اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان وژن له مخې د صحت څانګې ته حكومت پام لرنه كوي ٬ وفاق به د تهر اولس لپاره ډېر زر پېكج اعلان كړي او حكومت به په دې سخت وخت كښې د تهر اولس بې اسرې نه پرېږدي۔ د د?? خيالاتو څرګندونه ده د وزیراعظم عمران خان په امر د تهر سول روغتون مټهي دورې په مهال كړې۔ وفاقي وزير په دې موقع د رنځورانو د آسانيو جاج واخست او د درملنې پحقله معلومات ئې ترلاسه كړل۔ وفاقي وزير وو??يل د تهر اولس د ستونزو نه خبر كړو او د دوي ستونزې لرې كولو لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي۔ ده وو??يل حکومت به ډېر زر د تهر اولس لپاره صحت كارډ پېل كړي۔ ده وو??يل اولس سره شو?? لوظونه به ترسره كولې شي۔ د دړد مند انسانيت مرسته كول زمونږ مذهبي او اخلاقي فرض دي