اسلام آباد ۔ 25 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف پارلماني غړو وئيلي دي د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل حكومت بدعنوانۍ خ??مو??و له ښكاره سوچ سره مخ په وړاندې روان دے۔ وزيراعظم د مصلحتونو نه لرې په سپېځلي احتساب باور لري۔ د سعودی عربستان لخوا د مالي پېكج مطلب دا نه دے چې كوم?? اېن آر او به كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان ب?? هېواد څخه د بدعنوانۍ خ??مو??و مشن مستقل مزاجۍ سره ترسره كوي۔ ادارو څخه د بدعنوانۍ خ??مو?? او دا مضبوطې جوړول د عمران خان وژن دے۔ ن??ب په فعاله ډول د بدعنوانۍ خ??مو??و له ګامونه پورته كوي چې ورسره هېواد كښې د بدعنوانۍ شرح كښې پرله پسې كمې رامخې ته كېږي۔ ددې خيالاتو څرګندونه دوئي د زيارت په ??رځ اے پي پي سره خاص خبرو كښې وكړه۔ د هاؤسنګ اېنډ وركس پارلماني سېكتر تاشفين صفدر ووئيل عمران خان د بدعنوانۍ خ??مو??و له مستقل مزاجۍ سره كار كوي۔ دې غواړې چې ادارو څخه بدعنواني خ??مو??و سره دا مضبوطې جوړې كړې شي۔ ده ووئيل عمران خان هېواد څخه دقرضې خ??مو??و هم سوچ لري۔ دې آئي اېم اېف ته تلو څخه ډډه كوي۔مونږ ته د سعودي عربستان نه غوره مالي پېكج ترلاسه شوې دې۔ ده ووئيل مونږ به په سپېځلي ډول د اولس د ګټې په منصوبو پېسه مصرف كوو۔ ده ووئيل نېب د كومې سياسي لاس وهنې نه لرې په آزاده توګه كار كوي۔ ن??ب په سپېځلي ډول د احتساب په پالېسۍ عمل كوي۔ ده ووئيل د نړيوال اقتصادي فورم په اوسني راپور كښې د پاكستان په درجه بندۍ كښې ښه والې د نېب د پياوړې كاركردګۍ عكاسي كوي۔ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات پارلماني سېكترې كنول شوزب ووئيل د بد عنوانۍ خ??مو??و له د وزیراعظم عمران خان دريځ ښكاره دے دې په سپېځلي احتساب باور لري۔ عمران خان ب?? د اولس پېسه غلا كوؤنكي نه پرېږدي۔ دې ووئيل د قانون حكمرانۍ سره به په ټېكس غلا او بدعنوانۍ قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې عندليب عباس ووئيل چې سعودي عربستان سره د مالي لوظنامې مطلب دا نه دے چې كوم?? اېن آر او به كولې شي۔ دې ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل حكومت بدعنوانۍ خ??مو??و له ښكاره سوچ سره مخ په وړاندې روان دے۔دې ووئيل د تېرو دوه كلونو نه نېب او عدليه په فعاله توګه كار كوي۔ دې ووئيل د بدعنوانۍ مخنيوي عمل نګراني كوؤنكو قومي او نړيوالو ادارو پاكستان كښې بدعنوانۍ كښې د كمي اعتراف كړې دې۔ دې ووئيل د نړيوال اقتصادي فورم اوسنۍ درجه بندۍ كښې د پاكستان درجه بندۍ كښې ښكاره پياوړتيا رامخې ته شوې ده۔ دې سره د دې خبرې څرګندونه كېږي چې نېب د بدعنوانۍ مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كوي۔