اسلام آباد ۔یکم دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د تحریک انصاف حکومت ??احولیاتو ته خاص پاملرنه كوي۔ ماحول او اوبه دواړه ح??ومت ??پاره ډېر مهم دي۔ ده د خالي په ورځ شاليمار كركټ ګراؤنډ كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل زه خپله د پارلېمنټرين الېون برخه ??وم۔ په دغه لوبډله كښې حكومتي وزيران علی زیدی، شهریار آفریدی، د اسمبلۍ غړو علی اعوان، شېخ راشد شفیق، دوهم سپيكر سوري سره سره حامد مير ٬ كاشف عباسي ٬ ذیشان نقوی، عاصم رضا او محمد مالک شامل وو۔ په پي سي بي الېون كښې ذاکر خان، شعېب اختر، عمر ګل او د زلفی بخاری په شمول نور ښكاره لوبغاړي وو۔ ددې دوستانه مېچ اهتمام د اطلاعاتو وزارت او مارګله ټېنس وكركټ كلب لخوا شوې وو چې مقصد ئې د وزیراعظم و چیف جسټس دیامیر، بھاشا و مهمند بند فنډ له پېسې جمع كول وو۔ ميډيا سره د خبرو په مهال كله چې د اطلاعاتو وزير ته ووئيلې شوو چې د پارلېمنټرين او ميډ??ا اېنكرز ترمينځھ بايد يو مېچ كېښودلې شي نو په دې چوهدري فواد حسېن ووئيل ميډ??ا اېنكرز سره خو روزانه مېچ كېږي۔ ده ووئيل راروان مېچ به د كابينې او اپوزيشن ترمينځھ وي۔ كله چې ده نه دا پوښتنه وشوه چې كه ده ته بېټنګ وركړې شي نو دې به څه كوي۔ ده ووئيل تباهي به خپره كړم او اپوزيشن ته ټوله غصه به دلته سړه كړم۔ ده ووئيل كه چيف جسټس دلته وې نو هغه ته به مو هم بلنه وركړې وه۔ په دې مهال دوهم سپيكر قاسم سوري ووئيل دا نن ايونټ ډېر ښه او ??بر??ست دے۔ ډېره موده پس كركټ كوم۔ بلخوا داخله وزير شهريار آفريدي هم ايونټ يو غوره هڅه وګرځوله