اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) چين د سي پېك فريم ورك ل?? مخې د جيټ الوتكو او د پوځي ساز او سامان تيارولو پروژې په اړه د امريكائي مېډيا راپور د حقائقو په ضد ګرځولو سره رد كړې او وئېلې يې دي چې سي پېك د پاكستان او چين د اوږدې مودې د شريكې ګټې په بنياد د مرستې مهم فريم ورك دې٬دواړه هېوادونه به د سي پېك ل?? مخې د پروژو زر ترسره كولو او د صنعتي پاركونو په جوړولو عملدرآمد جاري ساتي او په پاكستان كښې د چين د سفارت ډپټي چيف آف مشن لي جيان ژاو وئېلي دي چې دا راپور ?? كال د ټولو نه لويې ټوقې دي٬دا لوېديز هېوادونه وو كومو چې پاكستان په دې جال كښې ښكيل كړی و۔ده راپور د دروغو مجموعه ګرځولو سره وئېلي دي چې د سي پېك ل?? مخې د پاكستان قرضه 23 اربه ډالر نه بلكې يوازې 6 اربه ډالر ده۔د جمعې په ورځ په بيجنګ كښې د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د نيويارك ټائمز راپور د حقائقو په ضد ګرځولو سره رد كړو او وې وئېل چې سي پېك د پاكستان او چين د اوږدې مودې د شريكې ګټې په بنياد د مرستې مهم فريم ورك دې٬دواړه هېوادونه به د سي پېك ل?? مخې د پروژو زر ترسره كولو او د صنعتي پاركونو په جوړولو عملدرآمد جاري ساتي۔ پاكستان كښې د چين د سفارت ډپټي چيف آف مشن لي جيان ژاو وئېلي دي چې د امريكائي مېډيا راپور د غلطو شمېرو او د درغو مجموعه ده٬د سي پېك په ضد د امريكې پروپېګنډو يو بد صورت هييت اختيار كړې٬د پاكستان او چين ترمينځه دفاعي مرسته كومه نوې خبره نه ده٬دا مرسته ?? كال 1950 نه روانه ده۔امريكائي ورځپاڼې ادعا كړې وه چې پاكستان او چين د سي پېك ل?? مخې په پاكستان كښې د جيټ الوتكو٬د پوځي سازو سامان جوړولو او د خلائي پ??وګ??ام پلان جوړوي