پېښور ۔11 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاق?? وزير اسد عمر وئيلي دي د پاكستان په اړه د آئي اېم اېف پوزيشن كښی مثبت بدلون رامخې ته شوې۔ آئي اېم اېف سره لوظنامې كولو ته نزدې شوې يوو۔ پېښور كښې د خېبر پختونخوا چمېبر آف كامرس دورې په مهال خطاب او ميډيا سره خب??و كښې ده ووئيل ایران او افغانستان سر?? به تجارت زياتول وي۔ مونږ د منطقې هېوادونو سره غوره ??ړي??ې غواړو۔ تركيه او ايران د ګاز منصوبو كښې شاملولو له هم خوښي لرو او مونږ افغانستان كښې امن له هر ممكنه كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره د پاكستان معيشت لپاره په ګامونو صلا يوه شوې ولې ضرورت د دې خب??ې دے چې آئي اېم اېف سره راروانه لوظنامه آخري لوظنامه وګرځولې شي او دې څخه وروستو مونږ كله هم آئي اېم اېف ته د بيا تللو حاجت ونه لرو۔ ده ووئيل پاكستان به څوك د بهر نه نه سموي بلكې دا مونږ له سمول دي۔ مونږ به غوره پرېكړې كوو نو معيشت به پياوړې كیږي او دا يواځې په سرمايه كارۍ ممكنېدې شي۔ ده ووئيل د ټېكس دائره پراخه كول ضروري دي او دې نه غېر هېواد مخ په وړاندې نشي تللې۔ ده ووئيل د اېف بي آر چھاپو او آډټ سر?? به ټېكس نه زياتېږي۔ هڅه ده چې وړو تاجرانو له آسان سسټم راوړو كوم چې د يوې پاڼې وي او دوئي په كال كښې يو وارې ټېكس جمع كوي۔ دا سسټم به اسلام آباد كښې كامياب وي او دې څخه وروستو به ئې ټول هېواد كښې نافذ كړو۔ اسد عمر ووئيل په انډسټري كښې بايد لوډشېډنګ نه وي۔ ده ووئيل په تاپي ګاز كار روان دے۔ ايران او افغانستان سره تجارت زياتولو ته اړتيا ده۔ د منطقې ټولو هېوادونو سره غوره ??ړي??ې غواړو۔ وفاقې د خزانې وزير ووئېل تركيه او ايران هم د ګاز منصوبو كښې شاملول غواړو۔ افغانستان كښې امن له هر ممكن كردار ترسره كوو۔ طورخم بارډر بايد 24 ساعته پرانستې وي۔ ده ووئيل خېبر پختونخوا كښې سېلګرۍ ته بايد وده وركړې شي۔ ده ووئيل پېښور اوس د پي ټي آئي ښار دے۔ دا په وزيراعظم زيات حق لري۔ ده ووئيل ټېكسټائل منسټر لپار?? به وزيراعظم سره خب??ه وكړم۔