ملتان ۔31 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې حكومت هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهېل محمود نوې خارجه سېكتر غوره كړې دې۔ سهېل محمود يو زيرك سفارت كار دې۔ مل??ان كښې د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل سهېل محمود د وزيراعظم عمران خان مشاورت سره غوره كړې شوې دې۔ خارجه وزير زياته كړه چې موجوده خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د اپرېل ??يا??تې په 16 مه نېټه ريټائر كېږي?? ده ووئيل زه تهمينه جنجوعه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم?? ده ووئيل زه د تېرو 7 ??يا??تو څخه د خارجه وزير په حېث دې سره خپله وظيفه ترسره كوم۔ دې خپل كردار خلوص سره او په غوره ډول ترسره كړې دې۔ ټول خارجه دف??ر ددې د خلوص او هېواد سره د مينې قائل دې?? ده ووئيل ددې په ځائې به د نوې خارجه سېكتر په حېث سهېل محمود خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ سهېل محمود دې څخه وړاندې په تھائي لېنډ او تركيه كښې د سفير په حېث هم ??پله وظيفه ترسره كړې ده۔