اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) اولس شمر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي حکومت کاروباری چاپيرچل ښه كولو له اقدامات کوي، درآمدات ك??ول او برآمدات زياتولو ته حکومت پام لرنه كوي ، د بجټ خسارې ختمولو له به د ټ??كس نيټ پراخه كول وي، افغانستان كښې امن سره به د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتی رابطې زياتې شي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د سرحد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری ??لاوي سره د ملاقات په مهال وكړي۔ده ووئيل حکومت د کاروباری ??رورولۍ مسئلو څخه خبر دے او د هغې حل له هر ډول هڅې كوي۔ ده ووئيل درآمدات ك??ول او برآمدات زياتولو ته حکومت پام لرنه كوي ، د بجټ خسارې ختمولو له به ټ??كس نيټ پراخه كول وي۔ ده ووئيل د پاکستان پرمختګ د نجی او سرکاری ادارو د مرستې سره تړلې دے۔ اولس مشر ووئيل افغانستان كښې امن سره به د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتی رابطې زياتې شي چې ورسره به سرحد چیمبر آف کامرس او انډسټری ته خاص ګټه ورسي۔ده ووئيل د پېښور ۔طورخم ریلوے زر تر زره بحالۍ له به هڅې كولې شي۔ اولس مشر عارف علوي ووئيل په طورخم پوله د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتی تك راتګ آسانولو او تندولو له ګامونه پورته كوو