اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي چې د اپوزيشن لخوا د وزيراعظم د استعفٰي غوښتنه د قبلولو وړ نه ده۔ د اتوار پ?? ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده وو??يل چې د وزيراعظم د استعفٰي غوښتنه غېر اخلاقي ده ځكه چې په ټولټاكنو كښې مولانا فضل الرحمان د خپلې سيمې اولس رد كړے و۔ ده وو??يل چې د پي ټي آئي حكومت د جے يو آئي ﴿ف﴾ د آزادې د مارچ نه پريشان نه دے ځكه چې د حكومت په اړه د دوي بيانونه د قبلولو وړ نه دي۔ ده وو??يل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت په آئين باور لري او د رائې د اظهار آزادي مني خو مونږ به يو څو ز??ه خلقو ته دا اجاز?? ورنه كړو چې هغه د وزيراعظم نه د استعفٰي غوښتنه وكړي۔