اسلام آباد ۔ 4 نومبر (اے پی پی) د نشائي توكو مخنيوي او سېفران دوهم وزير شهریار خان آفریدی وئيلي دي حکومت په صبر او تحمل د ټول صورتحال جا?? اخلي دغسې چې د حكومت او احتجاجي مظاهرچيانو ترمينځھ كوم ټكر رامخې ته نه شي ولې چې دې سره به د هېواد د پر??ختګ عمل اوځپلې شي۔ نجی نیوزچینل سره خبرو كښې ده ووئيل ?? مولانا فضل الرحمن په پر??ت كښې ګډون كوؤنكي د خپل ګوند د ايجنډې ذكر كولې نه شي ولې چې دوئي د ذات?? ګټوې نه غېر بل كوم مقصد نه لري۔ ده ووئيل پر??ت لا اوږدولو له مولانا او شريك اپوزيشن درې نكتې لري۔ اول دا چې دوئي د پاكستان مخالف ذهنيت اتباع كوي۔ دوهمه دا چې مخالفه ډله د قامي خزانې لوټ كوؤنكو د خوشې كولو غوښتنه كوي۔ او درېمه دا چې دوئي قام په څه چل قائل كړي چې حكومت ناكامه دے۔ د يوې پوښتنې په ځو??ب كښې ده ووئيل اپوزیشن ګوندونه بايد د خپلو ذاتي مقاصدو په ځائې كشميريانو سره اودرېږي