اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د نېدرلېنډ ملكه مېكسيما به روانه مياشت د نومبر د 25مې نېټې نه تر 27مه نېټه د پاكستان دوره كوي۔ د اتوار په ور د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې ملكه مېكسيما به د خپلې دورې په مهال اولس مشر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كوي۔ هغه به د پبلك او پر??ئي??ېټ شراكت دارو سره هم ملاقاتونه كوي?? ملكه مېكسيما به د م??ئي??رو پېمنټ ګېټ وے په پرانسته كښې هم ګډون كوي۔ دا د پاكستان د سېټېټ بانك اقدام دے چې مقصد ??ې د وړوكو ادائيګو اخراجات كمول٬ خلقو ته ګټه رسول او د مالي ګډون ودې لپاره ډېجيټل لېن دېن زياتول دي?? ملكه مېكسيما د كال 2009م څخه د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د پرمختګ خاص وكيله ده۔ هغې د دې نه وړاندې په كال 2016م كښې د فرورې په مياشت كښې د پاكستان دوره كړې وه۔