اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره د عزم څرګندونې سره وئيلي دي انساني برابري او د اقليتونو احترام مهم دے، پاکستان د مدينې رياست جوړولو لپاره هڅې كوٶ٬ هندي واكمنو په هند د مسلمانانو د 400 كاله حكومت هېر نه كړې شو٬ وخت يو ځل بيا د دوه قامي نظريې اهميت واضح كړې۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې په علامه اقبال اوپن پوهنتون كښې قامي كنفرنس “مونږ پاكستانيان يو” ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل ??غه قامونه پرمختګ كوي د چا چې مشران ښه وي٬ صلاح الدين ايوبي د انصاف پېغام وركړې٬ قام ئې راويخ كړې٬ هغه د مخالفې ډلې د سرلښكر په ناروغه كېدو ھغوي سره جنګ اونه كړو۔ ده ووئيل ??امونه خپله پرمختګ كوي٬ لارښود ېې لارښوونه كولو سره مخ په وړاندې بيائ٬ قائداعظم محمد علي جناح د نيمې وچې د مسلمانانو په قيادت كولو تاريخ رقم كړې۔ ده ووئيل ??ه سياسي اعتبار بدلون راغلې او دا د لوي څښتن كرم دے۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل ??زيراعظم عمران خان د امريكې اولس مشر ټرمپ سره په ملاقات كښې د پاكستان بيانيه په موثره توګه وړان??ې كړې٬ امريكاېي اولس مشر وزيراعظم عمران خان سره د ايران او امريكې شخړي هواري لپاره د سهولت كارۍ خبره كړې۔ اولس مشر ووئيل ??له چې په پاكستان د لس چنده زيات پوځ هېواد هند بريد وكړو نو پاك پوځ ئې بشپړ ځواب وركړو۔ اولس مشر ووئيل ??ونږ خپل هېواد كښې د بېلو كلتورونو په وده باور لرو٬ دا كلتورونه د جلا رنګ لرو باوجود د پاكستان پېژندګلې ده۔ ده ووئيل ??اكستان د جمهوريت په بنياد جوړ دے۔ ده ووئيل انساني برابري او د اقليتونو احترام مهم دے، پاکستان د مدينې رياست جوړولو لپاره هڅې كوٶ۔ اوزلس مشر ډاكټر عارف علوي ووئېل د انسانانو د برابري او د اقليتونو احترام مهم دے،په اسلامي تاريخ كښې د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ زيات مثالونه موجود دي په دې لړ كښې د زرګونو په ش??ېره حوالې او احاديث هم موجود دي ۔ اولس مشر ووئيل ??اکستان د مدينې رياست جوړولو لپاره هڅې كوٶ او په دې لړ كښې هر ډول ممكنه اقدامات كولې