اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د ماشوم وړومبې درسګاه د مور غېږه ده، د يو هلك تعليم يوازې د يو تن تعليم او د يوې ??ين?? تعليم د ټولې ټولنې تعليم دے، اوس هغه وخت تېر شوے چې جنګ ب?? په مېدان كښې كېدو، اوس جنګون?? په معاشي مېدان كېږي او مونږ د پاكستان د آبادې 52 فيصده برخ?? په يو صورت هم د جنګ د مېدان نه لرې نه شو ساتلې. هغې دا خبرې د سيالكوټ په ځائي كالج كښې دستورې ته د خاص مېلمنې په توګ?? په خپله وېنا كښې وكړې. د وزيراعظم خاص مرستيالې زده كوونكو ته ووئيل چې سيالكوټ د شاعر مشرق ډاكټر علامه محمد اقبال پشان د نړۍ د عظيم مفكر ښار دے او د دې ښار هره يوه ??ين?? د خپل عظيم اتل حضرت علامه محمد اقبال په فلسفه عمل كولو سره جهالت ت?? په ماتې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي. هغې ووئيل چې جينكۍ د حضرت فاطمه الزهره ﴿رض﴾ د ژوند نه ??ڼا اخستلو سر?? په دنيا او اخرت كښې كامياب ژوند تېرولې شي. په دستوره كښې د تعليم صوبائي وزيړ نه علاوه نورو اعلٰي چارواكو او زده كوونكو په لويه شمېره ګډون وكړو.