وفاقي وزير محسن نقوي په مهمه دوره تركيه ته ورسيد

image

اسلام آباد۔22اکتوبر (اے پی پی) د ترك صدر رجب طیب اردوان په بلنه داخله وزير محسن نقوي په مهمه دوره تركيه ته ورسېد۔ هغه به په استنبول كښې په يو مهم نړيوال كنفرنس كښې ګډون كوي۔ محسن نقوی به بارډر مېنجمنټ، سکیورټی او د بشري قاچاق مخنيوي له د دوه اړخيزه همكارۍ زياتولو په امكاناتو د تركيه وزيرانو او مشرتابه سره خبرې كوي۔ د داخله وزارت وياند له مخې په استنبول ائيرپورټ تركيه كښې د پاكستان سفير ډاكټر يوسف جنېد او د تركيه داخله وزارت ډي جي مهمت علدي او نورو اعلی چارواكو داخله وزير محسن نقوي ته تود هركلے ووے۔ داخله وزير محسن نقوي په نړيوال كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي كولو له تركيه ته رسېدلے دے۔ د داخله وزير وېنا ده چې د تركيه دورې په مهال به دوه اړخيزه همكارۍ ته په تلپاتې بنيادونو د ودې په وركولو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه يو بل سره د ورورولۍ غوره اړيكې لري۔ تركيه تل د پاكستان مرسته كړې ده۔ ده زياته كړه چې د دورې مقصد پاك تركيه اړيكې لا مستحكم كول دي

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں