اسلام آباد۔23 اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال اعلٰی تعليم كښې د سرمايه كارۍ زياتولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د پاكستان په اعلٰی تعليم كښې د انرولمنټ شرح يوازې 13 فيصد ده كومه چې د نورو سيمه ايزو هېوادونو په مقابل كښې ډېره كمه ده۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د وزيراعظم په هدايت چين كښې پیل كېدونكې د 1000 زراعت لنډې مودې تربيي په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د پلاننګ سېكرټري اويس منظور سمرا٬د تعليم سېكرټري٬د لوړو زده كړو كمېشن (اېچ اي سي)چيئرمېن٬د خوراك وزارت٬د خزانې وزارت او سي پېك سېكرټرېټ سينئر چارواكو ګډون وكړو۔د غونډې په مهال پروفيسر احسن اقبال د تربيت لپاره تر ټولو زيات صلاحيت لرونكو كسانو ته ترجيح وركولو په ضرورت زور راوړو دغسې چې د دې تربيت څخه مضوبطه سرمايه كاري او ګټه ترلاسه شي۔ده ووئيل دې تربيتي عمل كښې د پاكستان ټولو صوبو نمائندګي دې باوري كړی شي٬يوازې داسې كانديدان دې پروګرام لپاره منتخب كړی شي چا سره چې د زراعت په څانګه كښې معياري او جديد صلاحيت وي۔وفاقي وزير د تربيتي اقدام لپاره يو منظم ايكشن پلان جوړولو په اهميت هم زور راوړو۔۔ اعلٰی تعليم كښې د سرمايه كارۍ زياتولو په ضرورت زور راوړولو سره احسن اقبال اعلٰی تعليم كښې د سرمايه كارۍ زياتولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل د پاكستان په اعلٰی تعليم كښې د انرولمنټ شرح يوازې 13 فيصد ده كومه چې نورو سيمه ايز هېوادونو په مقابله كښې ډېره كمه ده۔ده ووئيل د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه د وسائلو خلا لرې كولو او فنډز باوري كولو لپاره د كوټلو هڅو ضرورت دے۔وفاقي وزير ووئيل دا منصوبه د كركيلې څانګې پرمختګ لپاره د اهميت وړ ده او د دې پروژې نافذ كونكې ايجنسۍ دننه عمله كارولو سره يو خاص پروجيكټ منيجمنټ يونټ(پي ايم يو)جوړول پكار دي۔د دې تربيتي پروګرام له مخې به وړومبي پړاؤ كښې 300 زرعي پوهان چين ته لېږلې شي٬د دې نه پس به دوهم پړاؤ كښې 300 او درېم پړاؤ كښې به 400 كسان لېږلې شي۔۔وفاقي وزير هدايت وكړو چې يوه كمېټي دې جوړه كړې شي چې پكښې د اېچ اي سي٬د خزانې وزارت٬د خارجه وزارت او منصوبه بندۍ وزارت نمائندګان شامل وي كوم به چې د دې پروژې د پېشرفت څارنه كوي۔دا كمېټي به هر 15 ورځې پس د جاري سكيمونو جائزې لپاره غونډه كوي۔