اسلام آباد 03 دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق قامي بلائنډ كركټ ډلې ته په ټي 20 ورلډ كپ ګټلو مباركي وركولو سره وئېلي دي بلائنډ كركټ ډلې د بنګله دېش په ضد ښه لوبه كړې۔په خپل بيان كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر قامي لائنډ كركټ ډلې ته په ټي 20 ورلډ كپ كښې په ښه كاركردګۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔سپيكر قامي بلائنډ كركټ ډلې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل قامي بلائنډ كركټ ډله بشپړ صلاحيتونه لري ٬بلائنډ كركټ ډلې په ټول ټي 20 ورلډ كركټ ټورنامنټ كښې ښه لوبه كړې او ډلې كومه ماتې نه ده خوړلې ۔هيله ده چې قامي بلائنډ كركټ ډله به سباؤن كښې هم دا روايت په ځاے اوساتي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د بلائنډ كركټ ډلې په ورلډ كپ ټائټل ګټلو د هېواد نامه روښانه كړه ۔قام په خپله بلائنډ كركټ ډله وياړ لري٬د خاص كسانو نړيوالې ورځ په موقع د بلائنډ كركټ ډله لخوا د ټي 20 ورلډ كپ ګټل د ټول قام لپاره د خوشحالۍ سبب دے۔