ریاض ۔04 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او سعودی ولی عهد شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز السعودنے دوه اړخيزه اړيكو كښې لوے بدلون راوستلو له د خپل ګډ عزم پخلے كړے دے٬ دواړه لارښود دې ته سلا شوي دي چې پاكستان او سعودي عربستان لپاره خپلو اقتصادي ٬ تجارتي او سرمايه كارۍ ته لا وده وركول زيات ضروري دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف په رياض كښې د ون-واڼر سرمشريزې غونډې په موقعه سعودی ولی عهد شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز السعود سره په زړه پورې ملاقات وكړو۔ سعودی ولی عهد د تېرو شپږ مياشتو په مهال په پنځم ځل پاكستاني وزيراعظم سره د ملاقات په كولو زياته خوشحالي څرګندونه كړه۔ ده ووئيل دا د ريښتنې مينې او دوه اړخيزه احترام ثبوت دے كوم چې د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره تړي۔ دواړه لارښود دې ته سلا شوي دي چې پاكستان او سعودي عربستان لپاره خپلو اقتصادي ٬ تجارتي او سرمايه كارۍ ته لا وده وركول زيات ضروري دي۔ سعودي ولي عهد په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه همكارۍ ته وده د پاكستان معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره بنيادي اهميت لري۔ دواړو لارښودو په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ حوالې سره په سعودي سعودی مفاهمتی يادښتونو او لوظنامو د عملدرآمد په رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم پاكستاني اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ولي عهد ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه وكره۔ ولی عهد د وزيراعظم بلنه قبلولو سره ووئيل زه زر تر زره د پاكستان خپلې دورې ته سترګې په لار يم۔