اسلام آباد 11 دسمبر(اے پی پی)د استحكام پاكستان پارټۍ مشر او وفاقي وزير عبدالعليم خان ژوب كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړي ٬ژوب كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 5 خوارجي ترهه ګرۍ وژلے شوي وو۔خپل يو پيغام كښې ده ووئيل د خوارجيو په مقابله كولو كښې سپاهي عارف الرحمان په خپل هېواد ځان قربان كړو٬د هېواد د پولو د حفاظت په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو زامنو ته سلام كوو۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د ځپلې كورنۍ سره ولاړ يو۔ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې شهيد شوي له لوړې درجې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي