اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د نوموړې خبريال روزنامه بزنس رېكارډ ډپټي چيف ايګزېكټو ارشد زبيري په مړينه د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د ارواښاد كورنۍ سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه كولو سره ووئېل د ارشد زبيري مرګ د صحافت څانګې لپاره لويې زيان دے۔ده ووئيل ارشد زبيري په ولوله او جذبه سره د ورځپاڼې صنعت خذمت كړے۔ارشد زبيري صلاحيت لرونكے او تجربه كار خبريال ؤ چا چې معاشي صحافت كښې نوې معيارات جوړ كړي۔ده ووئيل د ارواښاد مرګ څخه راپیدا خلا چرته هم پوره كېدې نه شي۔د ارواښاد خذمات به تل ياد ساتلے شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔