اسلام آباد۔8جنوري (اے پي پي )د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د برطانیه، آکسفورډ نوموړي سیاسي او سماجي شخصیت ممتاز فرید نرتوپا ملاقات کړے ۔د شورو په ورځ د جاري بیان تر مخه ملاقات كښې په خیبرپښتونخوا كښې د امن وامان صورتحال نه علاوہ په ویمن امپاورمنټ ، یوتھ انګیجمنټ او د امن راوستلو او د صوبې سافټ امیج ځلولو لپاره د لوبغاړو او نورو څانګو ډاډ ګېرنې په اړه په پورته شوو ګامونو خبرې وشوې۔ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل خیبرپښتونخوا كښې د صلاحیت لرونكو ځوانانو کمے نشته ، د دوي ډاډ ګېرنه ډېره ضروري ده ۔ ده ووئېل د خیبرپښتونخوا سافټ امیج ځلول به د پاکستان مثبت تشخص لا ښه كړي۔ممتاز فرید نرتوپا د ګورنر خیبرپښتونخوا د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ ده ووئېل د ګورنر د اړخه په ګورنر هاؤس كښې بین المذاهب هم غږۍ او بین المسالک یووالي زياتولو په اړه چې كوم اقدامات كېږي هغه هم د ستائنې وړ دي۔ ده ګورنر له د برطانیي دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه