اسلام آباد۔9جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د سركاري سکیم لاندې د حج 5 زره خالي څوکیو لپاره د جنورۍ په 10مه درخواستونه غوښتي دي۔ د مذهبي چارو وزارت د وياند له مخې د مذهبي چارو وزارت د لومړي راشۍ او لومړي ترلاسه كړۍ په بنياد د حج 5,000 خالي څوکيو لپاره درخواستونه غوښتي دي۔ حج له تللو كښې خوښي لرونكي كوم چې حج درخواست وړاندې كولو څخه پاتې شوې وو اوس دې سكيم څخه ګټه پورته كولې شي۔ د وياند وېنا ده چې ټول نومولې شوي بېنكونه به د روزانه په بنياد د جمع كېدونكو درخواستونو په سمدستي توګه په پورټل د اپ لوډ كولو پابند وي۔ په لومړي ځل درخواست جمع كوؤنكو له به د اولنيو دوه قسطونو په مد كښې 6 لكه روپۍ جمع كول وي۔ قرباني یا جلا کوټه به اضافي لګښتونه لري۔