د راروانو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد پشمول شمالي بلوچستان، خېبر پښتونخوا ، بره پنجاب، پوټھوهار ، ګلګت بلتستان، کشمير ، مري او ګليات كښې د باران او په غرونو د واوري امکان دے۔د موسميات محکمه

image

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د رارروانو 24 ساعتو په مهال د وفاقي پايه تخت اسلام آباد پشمول شمالي بلوچستان، خېبر پښتونخوا ، بره پنجاب، پوټھوهار ، ګلګت بلتستان، کشمير ، مري او ګليات كښې د باران او په غرونو د واوري امکان دے۔د موسميات محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال شمالي بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې باران دغسې په غرونو واوره پريوتې او د هېواد په نورو سيمو كښې موسم يخ او خشك ؤ ۔د ګل په ورځ ريکارډ كړے شوي د کم نه کم درجه حرارت زيارت او قلات كښې منفي 10،کوئټه كښې منفي07،ګوپس كښې منفي 07، هنزه او لهه كښې منفي 05 او تر ټولو زيات باران خېبرپښتونخوا مالم جبه كښې 22 ، میرکھاني 16، دروش 14، دیر 10، کاکول 09 ،چترال07 ، پټن، بالاکوټ 06،سیدو شریف 05 او ګلګت بلتستان استور كښې 10 او د پنجاب نارووال كښې 08، سیالکوټ (ایئر پورټ 03، سټي 01)، مري 01، کشمیر : ګړھی دوپټه 11، مظفر آباد (سټی08، ایئر پورټ 10) او راولاکوټ كښې 02 ملي میټر باران رېكارډ كړے شوے دے۔

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں