د 26م آئيني بدلون منظورۍ څخه د ځنډ ښكار په زرګونو مقدمو سماعت به په لږ وخت كښې ممكن شي۔انجينئر امير مقام

image

اسلام آباد21اکتوبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام په 26م آئيني بدلون منظورۍ قام له مباركي وركولو سره وئېلي دي د آئيني بدلون څخه به آئيني او قانوني معاملات ته نور هم استحكام ترلاسه شي۔د ګل په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام د دې مهم آئيني اصلاحات لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شريف٬د چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬ د وفاقي كابينې غړو٬ د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان او د ټولو اتحادي ګوندونو د هڅو ستائنه وكړه۔انجينئر امير مقام ووئېل د 26م آئيني بدلون منظوري د جمهوريت كاميابي ده كومه به چې تل ياد ساتلې شي۔ده ووئيل د 26م آئيني بدلون منظورۍ مقصد د پارليمان عزت بحالول دي۔انجينئر امير مقام ووئيل د آئيني بدلون څخه به آئيني او قانوني معاملات ته نور هم استحكام ترلاسه شي۔ده ووئيل ټاكلے نمائندګانو د آئيني برلاسي لپاره مثبت كردار ادا كړے ٬د اولس خېرښېګړی لپاره د قانون سازۍ اختيار د ټاكلے نمائندګانو دے۔ده ووئيل د آئيني بدلون څخه به عامو خلقو ته هم رېليف ترلاسه شي او د زير التوا په زرګونو مقدمو سماعت په لږ وخت كښې ممكن شي۔

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں