د وزيراعظم لبنان او غزه لپاره د مرستې سامان ليږلو كښې د تندۍ كولو هدايت

image

اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف لبنان او غزه لپاره د مرستې سامان دوه الوتكو په فوري توګه د لېږلو ٬ د مرستې سامان لېږلو كښې د تندۍ كولو او غزه او لبنان لپاره د وزیراعظم ریلیف فنډ په اړه د بشپړه پوهاوي مهم چلولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې غزه ٬ فلسطين او لبنان ته د پاكستان لخوا د لېږلې كېدونكې مرستې جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د آئي ټي وزير مملكت شزا فاطمه ٬ خاص مرستيال طارق فاطمي ٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقعه وزيراعظم لبنان او غزه لپاره د مرستې سامان دوه الوتكو په سمدستي توګه د روانولو هدايت كولو سره ووئيل الوتكو سره سره دې د ټركونو د لارې هم لبنان او غزه لپاره سامان روان كړے شي۔ وزیراعظم د مرستې د سامان ترسيل ښه كولو له په فلسطين ٬ اردن ٬ لبنان او مصر كښې تعينات پاكستاني سفيرانو سره د رابطې له پياوړې كولو هدايت هم وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د مرستې سامان مستحقينو ته رسېدل دې باوري كړې شي۔ وزيرام اولس ته يو وارې بيا اپيل وكړو چې هغوي دې لبنان او فلسطين لپاره وزیراعظم ریلیف فنډ كښې خپل عطيات جمع كړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان او هېواد څخه بهر پاكستاني وګړي دې آئی بی اے اېن نمبر IBAN:PK11SBPD000000111111429 كښې عطيات جمع كولو سره د فلسطيني او لبناني خوېندو ورونړو په مرسته كښې د حكومت ملګرتيا وكړي۔ په دې موقعه غونډې ته لبنان او غزه كښې د پاكستان لخوا د مرستې كارروائيو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بریفنګ كښې ووئيلې شوو چې د پاكستان لخوا د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې د غزه او لبنان ځپليو له يخنۍ څخه بچ كوؤنكې خېمې ٬ جامې ٬ كمبلې ٬ دويانې او د خوراك څښاك نور څيزونه وركولې شي۔ د اسرائيلي بريدونو او حصارونو د لاسه د فلسطين او لبنان ځپليو ته د مرستې سامان رسولو كښې ستونزې رامخې ته كيږي۔ كوم اېن جي اوز چې غزه او لبنان ته د مرستې سامان يا رقوم لېږل غواړي د پاكستان حكومت لخوا به هغوي لپاره آسانۍ باوري كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں